په ځانګرۍ مرکه کي د فراه ولایت والي، ښاغلۍ داکتر محمد اکرم خپلواک سره: په فراه ولایت کي د امن
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

په ځانګرۍ مرکه کي د فراه ولایت والي، ښاغلۍ داکتر محمد اکرم خپلواک سره:

 

   په فراه ولایت کي د امنیت د ټینګوالۍلپاره، د ولس ملاټر اړین دۍ

مرکه: همایون ذهین - چنګاښ ۱۳۹۱

همگان: مخکي له هرڅه نه ډیر مننه کوو چي مرکي ته چمتو شوی ياست، او په لومړې پوښتنه کي  ستاسو څخه هیله کوو چي د خپل ژوندلیک او پخواني کارونو په اړه و لوستونکو ته مالومات راکړۍ.

د فراه والي: مننه، کور ودان! د همګان د مجلي و لوستونکو ته سلامونه وړاندې کوم. زما نوم داکتر محمد اکرم خپلواک دی د پکتیا ولایت د احمدآباد ولسوالی، بکلوریا دوره مې په ۱۳۷۳ کال په پاکستان کي تیره کړۍ ده او لوري زده کړی مي  په کابل کي د طب په پوهنځۍ کي تیرې کړۍ دی او په ۱۳۸۱ کال د طب ډاکتر په توګه فارغ شوې یم.

د بیلابیلو مدني او کلتوري ټولنو سره همکار پاتي شوي یم. د ۱۳۸۵ تر ۱۳۸۸ کال پوري د پکتیکا ولایت د والي په توګه مي دنده تر سره کړیده.

همگان: د فراه ولایت لپاره چي یوه وروسته پاتي او ناامن ولایت دۍ، ستاسو د کارونو لومړیتوبونه څه دي؟

د فراه والي: واقعاً چي فراه د افغانستان د وروسته پاتي ولایتونو څخه دی، دلته ډیر ستونزي شته خو د کار د ظرفیت زمیني په دي ولایت کي شته دي.

کله چي زه د فراه ولایت د والي په حیث و ټاکل شوم د دي ولایت لپاره ستراتیژیک او مهم پلانونه لرم چي لنډه په لاندي ډول:

 امنیت: هڅه کوو چي د سیمه ییز ولسونو په مستقیم روابط او مرستي سره و دي ولایت ته امنیت راوړو او همداشان د امنیت د ټینګ والۍ لپاره د امنیتی قواوو تقویت اواصلاح، د سیمه ییزو پولیس رامنځ ته کول په هغه ولسوالیانو کي چي اړین وي او په ملکي اداراتوکي د فساد له منځه وړل هم د امنیت په ټینګ والۍ کي سټر رول لري.

اقتصاد/ پرمختګ: په اقتصادي برخه دغه پروژي د اوس لپاره په لومړیتوبونو کي دي: د ترانزیت، برق، د زراعت د انکشاف او نور دا هغه مسایل دي چي د فراه ولایت د پرمختګ او د اقتصاد د تقویت لپاره ډیره مهمه دي. 

همداشان د فراه په ولسوالیو کي هیڅ پرمختګ نه لیدل کیږي چي دا و دوامدار او اوږد مهال کارونو ته اړتیا لري.  

همگان: یو ستره ستونزه چي فراهیان ورڅخه تشویش لرې، امنیتی موضوع دې او دغه وروستني ناامني خلک لا ډیر وارخطا کړیدې، تاسو څومره ډاډمن یاست چي ناامنی تر ایسار لاندی راوړۍ؟

د فراه والي: دا یوه طبیعي خبره ده چي د وري په موسم کي د مخالفینو فعالیت ډیر کیږي او همداشان اوس مهال فراه ولایت د انتقال د پروسه په درشل کي قرار لري، زه اطمینان ورکوم چي داسي جدي ستونزه د امنیتی د وضعیت نه په دي ولایت نشته.

مونږ هڅه کړي چي د ګلستان او بکواه و ولسوالیو ته خپل امنیتی قواوو ځای پر ځاي کړو تر څو د عمومي شاهراه امنیت هم ټینګ شی.

هڅه کوو چي د امنیتي قواوو د لاهمغږي او اصلاح په وسیله په نږدي راټولونکي کي به په فراه ولایت کي امنیت ډیر ټینګ او ډاډمن شي.

همگان: د هغه ځاي څخه چي تاسو په خپله د ځوانانو، مطبوعاتو او فرهنګي بهیرونو کي فعاله ونډه درلود، په فراه ولایت کي دغه بهیرونه څنګه ارزوۍ او د فعالیتونو د لا پراخوالۍ لپاره څه پروګرامونه لرې؟

 

د فراه والي: ځوانان د یوي ټولني د ملا تیر دي. د دوې متحرک کول په مثبت لاره کي د دوې د پرمختګ په هکله د افغانستان دولت ژمن دې. هوکې په فراه ولایت کي فرهنګي او مدني ټولني شته تر اوسه پوري زما د مطالعي پر اساس؛ دلته د ځوانانو لخوا هڅي روان دي خو پراګنده دي او ډیر موثریت يي نه مالومیږي. مونږ به کوښښ وکړو چي په نږدي راتلونکي کي د دغو ټولنو یو د همغږۍ شبکه به جوړه کړو او دفراه ولایت د ځوانان او د مدني ټولنو او مطبوعاتو د پیاوړي کولو لپاره هراړخیز مرستي ته چمتویم.

همگان: د تاسو په راتګ سره و دي ولایت ته؛ خلک ستاسو په اړه خوشبینه او راتلونکي ته هیله مند دي، تاسو به د دي ولایت د خلکو د اعتماد ساتلو او د هیلو د پوره کولو لپاره څه کوې؟

د فراه والي: د خلکو د نیک احساس نه ډیره مننه! ما په اول ورځ کي مي هم ویلۍ دي، چي نه وایم چي کوم کارونه کوم خو هڅه کوم چي د کوم موجودي امکانات چي په لاس کي لرو د فراه ولس د ستونزو د حل لپاره د ولس سره په ګده هلي ځلي وکړو.

دا وایم چي د فراه ولایت خلکو اساسي ستونزي راته مالومي دي د مطبوعاتو رسنیو او بیلابیلو لاري به و مرکزي حکومت ته ورسوو او د حل لپاره يي د خلکو په مرسته هلې ځلي وکړو.

همگان: اداري فساد او زور زیاتي په دي ولایت کي تر حده زیاته شویده، د له منځه وړلو لپاره ستاسو پلان څه دۍ؟

د فراه والي: تدابیر ورته لرو په دي کي شک نشته چي په اداراتو کي ستونزي موجود دي. څو ډول ستونزي دي یو ډول دادي چي ځیني ادارو د رکود په حال دي خو فساد نکوي، ځیني کار کوي د کار ترڅنګ اختلاص کوي چي دا ټول فساد دي.

زه وایم چي ولس، ولایتي شورا، مدني ټولني، ځوانانو او مطبوعات دي هم باید خپل رسالت اداء کړۍ تر څو مالومه شي چي په کومه اداره کي فساد شته، چي مونږ هلته ځان ورسوو او اقدام وکړو.

همگان: په فراه ولایت کي بیلابیل سیاسي ډلي شته. ایا تاسو په خپله هم په کوم سیاسی ډله پوري اړه لرۍ، که هو، نو خپل په اجراآتو کي د دغو نوموړو سیاسي ډلي د متوازن ملاحظات به څنګه په پام کي نیسۍ؟

د فراه والي: زه په خپله د یوي سیاسي نظام د پیاوړتیا لپاره په سیاسي تعلقات باندي عقیده لرم. خو متاسفانه د افغانستان د حالاتو ددي ځوګه شوي ندي چي یوه قوي سیاسي منظم حزب جوړ شي تر څو زه هم پکي ځاي ونیسم نو د همدي امله تراوسه پوري خپلواکه“ پاتي شوې یم. دا د دولت وظیفه ده چي وټولو سیاسي احزابو ته د فعالیت زمینه برابره کړي، ماته هیڅ سیاسي حزب ځانګړۍ امتیاز نلري د ټولو و نظرونو ته احترام لرم او هغه سیاسي جریاناتو چي په افغانستان کي د یو قوي سیاسي او پیاوړتیا لپاره کار کوي حمایت به کوو. 

د مدني ټولنو د خوځښت او فعالیت باندي عقیده لرم او هڅه به کوو چي پدي ولایت کي د دغو نهادونو فعالیت او موثریت لاډیر شي.

همگان: د بخش آباد بند، د برښنا نشتوالۍ، د ایران هیواد د جنوبی خراسان او فراه ولایت د اړیکې لپاره د (میل ۷۸ ) سړک کار بشپرتیا او په دي ولایت کي د هوايي ډګر جوړیدل، د فراه ولایت بنسټیز ستونزي دي چي په تیر لس کال کي حل شوی ندي؛ تاسو په دي اړه څه فکر کوۍ؟

د فراه والي: د بخش آباد بند یوه ملي او مهمه پروژه ده چي  جوړول يي د ولایت په سطح امکان نلري او د مرکزي حکومت پاملرنه اړین دې. په همدي باب مونږ په دغه وروستیو کي د افغانستان د ولسمشر څخه غوښتنه کړیده چي په کابل کي د یوي ملاقات زمینه مساعده کړې چي په هغه کي د انرژي او برښنا وزیر پکي وي او تر څنګ يي د فراه ولایت ولایتي شورا وکیلان، د ملي شورا او په سنا کي د فراه ولایت استازي د بخش آباد د بند د جوړیدولو کار پیل کول او د ایران هیواد څخه د برښنا لیږدول په اړه خبري وشي. دا به تر هغه وخت تعقیب يي کړو چي د فراه خلکو هیلي پوره شې.

 

 

د هوایی ډګر په اړه د تیر یوه میاشت راپدی خوا په مذاکراتو بوخت یو، دا د تاسف ځاي ده چي د غور، بادغیس، هلمند، اروزګان، نیمروز، دایکندي، فاریاب او نورو ولایتونو هوايي ډګرونه پوخ شويدي خو د فراه ولایت هوايي ډګر ندې جوړ شوي دی. په سږ کال بودیجه کي یوه میلیونه ډالر لرو چي د فراه ولایت د رینوي خط جوړولو لپاره ډیر کم دۍ. د مالیه د وزیر سره په خبرو بوخت یو چي دوه دري میلیونه ډالره نور هم ورته چمتو کړو. دا موضوع به په جدیت د تعقیب لاندي وي چي په نږدي راتلونکۍ کي د فراه ولایت دغه ستونزه حل شي.

د ایران د اسلامی جمهوریت کوم استازي چي دلته راغلي و د دوې سره مونږ د دغه کار ستونزه وڅیړله او هیله مو تري وکړل چي دغه کار هر څه ژرتره بشپړ کړي. زمونږ سره کوم مشکل نشته، ځکه دا قرارداد د ایران حکومت کړیدې او باید چي بشپړ يي کړې او مونږ دوی تر فشار لاندې راوړو چي کار چټک تیا پیدا کړي.

په همدي اړه به د ایران د سفارت او د افغانستان د فواید عامي وزارت سره به هم خبري وکړو چي هر څه ژرتره د سړک کار بشپړ شي.

همگان: فراه ولایت یو کرهنیز ولایت دې چي څه د پاسه ۹۰ سلنه خلک په کرهنه بوخت دي خو د بزګرانو یوه لويه ستونزه پدي ولایت کي د سرد خوني او مارکیت نښتوالۍ دې، په دي اړه تاسو به څه کوۍ؟

د فراه والي:دا اساسي او مهم ستونزه ده، کله چي د بخش آباد بند جوړ شي؛ د فراه ولایت ځمکې خړوبي کيږي او د بزګرانو د اوبو ستونزه به حل شي.

پدي کي شک نشته چي په فراه ولایت د زراعت د ظرفیتونو ډیر لوړ اندزه پوتنشیل موجوده ده که د افغانستان اسلامی دولت د زراعت وزارت اساسي توجه يي کړي واي زه مطمین یم چي مونږ دلته په فراه ولایت کي د مخدره موادو مبارزه کولاۍ شو. "زمونږ د زراعت ریاست د سکوت په حالت کي ده او ما تر اوسه د دي ریاست د کار موثریت ندۍ لیدلۍ ده"، د سرد خوني اساسي ستونزه بیا د انرژي مشکل ده، ددي لپاره مونږ اول به ډیر کوښښ کوو چي دلته انرژي راشي.

همدا شان د کرهني د وزارت سره خبري وکړو چي و دي ولایت ته زیاتره توجه وکړې او زیاتره بودیجه تخصیص ورکړي.

"د مخدره موادو د ریاست هم کوم بودیجه يي چي درلودل بی ځايه مصرف کړیدي په هغه ځاي کي چي د بزګرانو ستونزي دي، ندې حل شويدۍ. د دي لپاره هم خاص توجه شته."

همگان: او په پاي کي ستاسو ځانګرۍ پیغام و ټولو (همګان) ته؟

د فراه والي: زما پیغام دا دې چي راځۍ مثبت فکر وکړو په دي فکر وکړو چي څنګه کولای شو فراه ولایت د پرمختګ و لوري ته روان کړو.

پرمختګ د یوي فرد په لاس کي نده، پرمختګ د ولس او د دوی د خوځښت په لاس کي ده. د افغانستان جنګ د خارجیانو جنګ ندې بلکي د پردیو د منافعو لپاره جنګ ده، نو ولسونه دي باید هڅه دي وکړي چي هغه ځوانان چي د خپل وطن په مخالفت سره دي راپخلاي کړۍ او دجګړي پر ځاي خپل نظر او وړاندیز و دولت ته مخته کړو چي هیواد مو خپلواکه او آباد شي.  

 

 

 

 

 

 


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب